To start downloading books

Please sign in or create an account.

څنګه کولای شم آرام شخصیت ولرم؟

څنګه کولای شم آرام شخصیت ولرم؟

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

آرام او صبرناک اوسېدل ستاسو د ښه شخصیت نمایندګي کوي او پدې توګه به د خلکو ترمنځ ډېر محبوب هم شئ؛ خو ډېر کم خلک پر دې پوهېږي، چې څنګه یو آرام شخصیت ولري او د ډېرو جدي مسایلو په اړه له زغم څخه کار واخلي. په دې لیکنه پر همدې موضوع خبرې شوي دي، چې څنګه کولای شئ باحوصله، صبرناک او آرام شخصیت ولرئ.  

لومړی| د احساساتو پر ځای په فکر سره غبرګون وښيئ!

کله چې تاسو ته یو څوک ستغه خبره کوي او یا هم په داسې الفاظو مو یاد کړي، چې ستاسو توهين پکې شوی وي؛ تاسو هم ورته عمل مه کوئ!  که تاسو پرته له فکره ورته خبرې ورته وکړې نو ستاسو او د مقابل لوري فرق په څه شي کې دی؟ معلومه خبره ده، چې دواړه په یوه کټګورۍ کې راځئ. که څه هم په داسې شرایطو کې چټک او توند غبرګون د انسانانو طبیعي ځانګړنه ده؛ خو د آرام شخصیت لرونکي کسان پر دې انساني خصلت برلاسي وي او هېڅکله د بدو ځواب په بدو نه ورکوي.  

دویم| تل مُسک اوسئ!

مُسکا ستاسو د ظاهرې ښکلا جوړولو ترڅنګ ستاسو احساسات هم کنټرولوي. څېړنو ښودلې ده، چې مسک خلک تل د فکر په مرسته پرېکړې کوي. دوی تر ډېر پر خپلو احساساتو برلاسي وي او اکثرا خپل احساسات ځپي او پر ځای یې د تفکر لاره غوره کوي. نو که تاسو هم غواړئ آرام او سنجیده اوسئ مسکا خپل همېشنی عادت وګرځوئ.  

درېيم| ښه اورېدونکي اوسئ!

اکثریت خلک د مقابل لوري د خبرو پر مهال هغه/هغې ته په پوره ډول غوږ نه نیسي؛ بلکې د خپل ځواب په برابرولو بوخت وي. دا کار ډېر ناسم دی. تاسو باید تل ښه اورېدونکي اوسئ. کله چې د مقابل لوري خبرې مې سمې واورېدې نو ځواب ورکول آسانېږي او په عالي شکل به ځواب هم ورکوئ. نو ویلای شو، چې د آرامو او سنجیده خلکو بله ځانګړنه دا وي، چې دوی ښه اورېدونکي وي. تاسو هم ښه اورېدونکي شئ تر څو شخصیتي تکامل ته ورسېږئ.  

څلورم| کم وغږېږئ!

آرام او سنجیده خلک ډېر کم غږېږي؛ خو خورا سمې خبرې کوي. که تاسو هم په کوم مجلس کې ناست یئ او له تاسو څخه د یوې موضوع په اړه نه وي پوښتل شوي؛ نو پخپله خبرو ته مه وردانګئ بلکې پوره متوجه شئ او موضوع سمه هضم کړئ. پدې توګه به تاسو د خبرو لپاره ډېر څه ولرئ. البته که د خبرو غوښتنه درڅخه وشي. خو که پوهېږئ چې ستاسو خبرې مهمې او اړینې دي، بیا نو په خورا درنښت د خبرو اجازه واخلئ او خپلې خبرې وکړئ.  

پنځم| مطالعه کوئ!

شاید تاسو ته د حيرانۍ خبره وي، چې مطالعه څنګه د شخصيت په آرامۍ کې مهمه ده؛ خو دا یو حقیقت دی، چې مطالعه له تاسو سره ډېره مرسته کوي ترڅو احساسات مو پخپل اختیار کې وساتئ. که غواړئ آرام، سنجیده او معقول فکر ولرئ مطالعه خپل همېشنی عادت وګرځوئ.  

شپږم| ومنئ چې چوپتيا ستاسو په ګټه ده

وايي خپله ژبه هم کلا ده هم بلا. که تل یې خلاصوئ او ډېرې خبرې پرې کوئ؛ نو پرته له شکه بلا ده؛ خو که چوپ یې وساتئ نو ډېر به خوښ یئ. دا پدې معنا نده، چې تاسو دې بېخي مه غږېږئ؛ خو پدې معنا حتما ده، چې هېڅکله له اړتیا پرته مه غږېږئ.

Related Articles

د حیدر د ژغورنې هڅې

د افغانستان سویل زابل ولایت په قلات سیمه کې د حیدر په نامه یو ماشوم ژور څاه ته لویدلی دی. په سيمه کې يو ځایي خبريال وايي، دغه ماشوم چې شاوخوا شپږ کاله عمر لري، ۳۵ متره ژور څاه ته ورلوېدلی خو وایي دغه څاه له مخکې نړېدلی ماشوم يې په ۱۷ مترۍ کې بند پاتې دی. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې مراکش کې هم ورته پیښه شوې وه چې له بده مرغه د څلورو ور...

نزاکتنامه

نزاکتنامه۱-که یو  چا مو تیلیفون دوه ځلې ځواب نکړ، په درېیم ځل زنګ مه وروهئ، ښايي هغه کوم مهم کار کې بوخت وي۲-که چا رستورانت کې ډوډۍ ته میلمانه کړئ، قیمت بها خواړه او غذا فرمایش مه ورکوئ۳-له خلکو دا پوښتنې مکوئ: ولې تر اوسه مجرد یاست؟ ولې ماشومان نلرئ، ولې کور نه اخلئ او ولې...؟۴-که تاسو کومې ودانۍ او داسې بل ځای ته ننوځئ چې دروازه لري‌ او  ستاسو تر...

د باچا خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی   پرون د خان عبدالغفار خان د مړینې څلوردېرشتم تلین و. موږ او تاسو ټول پښتانه/افغانان باید دا نومیالی او منلی شخصیت وپېژنو او د باچاخان له هڅو، فکر او مبارزې څخه یو څه زده کړو. پدې لیکنه کې هڅه شوې ده، چې نوموړی تر یوه بریده در وپېژندل شي او ځینې مهمې ویناوې یې هم چمتو شوي دي. تاسو به د لیکنې تر پایه د باچاخان مهمې ویناوې ولولئ...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...