اُکراین وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 22, 2022
4 years ago
2,141 views
اُکراین وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

د هېوادونو د پېژندنې په برخه کې به دا ځل له "اُکراین" سره بلد شئ. د لیکنې تر پایه به هڅه وشي، چې ددې هېواد په اړه هر اړخیزو پوښتنو ته ځواب وویل شي.  

اُکراین وپېژنئ!

دا هېواد د اروپا لویې وچې په شرقي برخه کې موقعیت لري، چې مساحت یې شاوخوا "۶۰۳۷۰۰" کیلومټر مربع ته رسېږي. په محلي ژبه کې "اُکراین" پخپله د "ساحل یا سمندر غاړي" معنا ورکوي. همدارنګه پلازمېنه یې "کیف" نومېږي. شفچنكو، گیدروپارك یې د مرکز مشهور پارکونه دي او لوی ښارونه یې كیف، خاركف، پولتاوا، ادسا او لوو نومېږي. په پوهنتونونو کې پر "روسي، اکريني، انګلېسي، الماني او فرانسوي" ژبو تدریس کېږي؛ خو تر نورو روسي او اکرایني ژبې مخکښې دي. د یادونې وړ ده، چې د مساحت له پلوه په اروپا کې تر فرانسې وروسته دویم لوی هېواد همدا اکراین دی.  د اقلیم له مخې ددې هېواد شمالي سیمې یخې او جنوبي یې بیا معتدلې دي. پخپله مرکز کې یې خورا یخ ژمی لري. چې ځينو سیمو کې د سړښت درجه تر منفي پنځه ويشتو هم رسېږي. په ټوله کې ویلای شو، یخ ژمی او معتدله اوړی لري.  ددې هېواد ژبه اکرایني ده؛ خو د جوړښت ورته والی یې روسي ژبې ته ډېر نږدې دی. بل پلو ته اکثره کلمې پکې له لهستاني ژبې اخيستل شوې دي. پدې هېواد کې له اکرایني ژبې وروسته روسي دویمه لویه ژبه ده، چې ډېر ویونکي لري.  له دې ورهاخوا ځينې نورې خورې ورې ژبې هم پکې رواج لري. د اکراین هېواد بيرغ له دوو رنګونو جوړ دی، چې برنۍ (پورتنۍ) برخه یې آبي رنګ او لاندينۍ یې بیا ژېړ رنګ لري. همدارنګه پولي واحد یې كوپك نومېږي، چې سل کوپک بیا یو ګریونا بلل کېږي.  که څه هم په لومړيو کې یې اوسېدونکي بت پرستان وو؛ خو کله چې عیسویت په اروپا کې خپور شو، ددې هېواد اوسېدونکي هم همدې دین ته واوښتل. او اوسمهال اکثریت خلک یې عیسویان دي.

Related Articles

Jul 17, 2022
2,103 views

دا نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده

په پورته انځور کې دا کوچنۍ انجلۍ پدې نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده، یوازې ګوري چې یو کس (سړی) رنځ او درد باسي او مرستې ته اړتیا لري. که چېرې زمونږ ښه والی، د نورو خلکو رفتار او رویې پورې تړلی وي . . نو دا ښه والی ندی؛ بلکې یوه راکړه ورکړه (معامله)...

Sep 16, 2021
3,519 views

د آیفون دیارلس ځانګړنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی  آیفون هغه موبایلونو دي چې د اپل شرکت یې تولیدوي. د ښې کیمرې، قوي امنیتي سیسټم او نورو ځانګړنو له کبله یې نرخونه (قیمتونه) د نورو کمپنيو د موبایلونو په پرتله لوړ وي. مګر نړۍ ده، د هر څيز خپل مینه وال وي. هغوی چې له موبایلونو سره...

Jul 12, 2021
3,636 views

هيله بخښونکې جملې

د انسان جوړښت داسې دی، چې د بې وسۍ، مجبوریتونو، کړاوونو او نورو ستونزو له کبله خپل هوډ او قوت له لاسه ورکوی او یا کمزوری کېږي. خو له نېکه مرغه ددې ځواک د بېرته ترلاسه کولو لارې شته. د ژوند په داسې سختو شرایطو کې باید د چا خبرې او نصحیتونه واورئ، ترڅ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,360 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,058 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,777 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...