To start downloading books

Please sign in or create an account.

د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه، مخنیوی او درملنه!

د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه، مخنیوی او درملنه!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

تاسو به هم لیدلي وي، چې د ځينو خلکو د سترګو شاوخوا تورې حلقې پیدا شوې وي؛ خو پوښتنه دا ده، چې دا حلقې ولې پیدا کېږي!؟ لاملونه یې څه دي؟ مخنیوی او درملنه یې څنګه کولای شو!؟ موږ پدې لیکنه کې هڅه کړې، تر څو همدا پوښتنې مو ځواب کړو.  

د سترګو شاوخوا حلقې

سیوري ته ورته دا حلقې د بېلابېلو عواملو له کبله پیدا کېږي او د پوستکي رنګ ته په کتو مختلف تت/تېز تور، قهوه یي، اسماني، بانجاني او ځینې نور رنګونه خپلوي. په ډېرو لږو مواردو کې دا حلقې د جدي روغتيايي ستونزو خبرداری له ځان سره لري، په نورو عادي پېښو کې شاید انسانان د خپلې ښکلا له کبله ترې وځورېږي. کله ناکله په غذايي رژيم او د ژوند په طرز کې د تغییر له کبله دا ستونزه حل کېدای شي او ځینې وختونه بیا درملنې ته اړتیا لري.   

لاملونه

اکثریت خلک فکر کوي، چې د سترګو شاوخوا تورې حلقې د ډېرې ستړیا او بې خوبۍ له کبله پیدا کېږي. که څه هم دا یې لاملونه کېدای شي؛ خو ځينې نور علتونه هم شته، چې پدې ډول دي:

  • الرژي
  • هایپرپیگمنتیشن (کله چې په بدن کې ملانین ډېر ترشح شي.)
  • کم خوب او یا غیر مناسب خوب کول
  • د سترګو شاوخوا د موجود غوړو کمښت 
  • د پوستکي کمزوري
  • د اوسپنې د کمښت له وجهې د وینې کموالی
  • د سترګو مږل؛ البته که دا کار پر له پسې تکرار شي.
  • د لمر تر وړانګو لاندې ډېر کار کول
  • سیګرټ څکول
  • د عمر ډېرښت
  • ارثي او جنيټيکي عوامل
  • په بدن کې د اوبو کمښت
  • تېروئيدي ناروغۍ او ځينې نور 

مخینوی

که غواړئ د سترګو شاوخوا مو تورې حلقې پیدا نه شي؛ نو له پورته مواردو څخه ځان وساتئ؛ خو که له وړاندې مو په سترګو کې تورې حلقې پیدا شوې وي؛ نو تاسو تر هرڅه لومړی باید هڅه وکړئ د خپلو سترګو شاوخوا ته د تورو حلقو د پیدا کېدو اصلي علت معلوم کړئ. په دویم قدم کې له هماغه کار څخه ځان وساتئ چې ستاسو ددې ستونزې د پیدا کېدو اصلي لامل دی. پدې توګه تاسو کولای شئ له یادې ستونزې خلاص شئ.   

درملنه  

د طبي درملنې په برخه کې باید ډاکټر ته مراجعه وکړئ؛ خو کولای شئ له دې اسانه کورنيو درملو څخه هم ګټه واخلئ.

  • د بادرنګو څو ګردې ټوټې را واخلئ او پر سترګو یې کېږدئ او دا کار مسلسل څو اونۍ تکرار کړئ. پدې توګه به مو د سترګو شاوخوا تورې حلقې ورکې شي.  
  • د پورته طريقې په څېر له الوګانو څخه هم ګټه اخيستلای شئ او ډېر امکان یې شته، چې ستونزه مو حل شي.
  • ګلاب د التهاب ضد خاصیت لري، چې د نرمۍ او تازه والي سبب کېږي. د ګلاب پاڼې لږې لمدې کړئ، پر سترګو یې کېږدئ او ویده شئ. تر یوې میاشتې دا کار تکرار کړئ نو د سترګو شاوخوا تورې حلقې مو ورکې کېږي.
Related Articles

د ۲۰۲۱ میلادي کال پینځه امن لرونکي هېوادونه کوم دي؟

 لیکنه : عمران غنی ساپی،د ۲۰۲۱ میلادي کال پینځه امن لرونکي هېوادونه کوم دي؟   په نړۍ کې ځینې رسنۍ او وېبپاڼې هر کال او يا په څوکلونو کې يو ځل د ټولې نړۍ پر سطحه د هېوادونو درجه بندي اعلانوي، چې دا درجه بندي د اقتصاد، امن، کاروبار او... له مخې اعلان کېږي.  په دې ليکنه کې د نړۍ امن هېوادونه درپېژنو، هيله ده ليکنه تر پايه ولولئ او د نړۍ په هکله مو...

اته سوه کورونو د اوبو ذخیری براورد

#عملي مثال: د یوه کلي لپاره اوبو ذخیروي ټانکی محاسبه کړی چې جمله 800 کورنۍ ولرې، هره کورنۍ 7 کسان اوسط ولري، کلنۍ وده یې %2 وي او د هرې کورنۍ في نفر ورځې مصرف 30 لیتره اوبه وي اینده 30 کالنو لپاره ورته اوبو ذخیره محاسبه کړئ؟ژباړه. صابري#حل: اوسنی نفوس مساوي دی 800x 7= 5600 ( P0)نفرهراتلونکئ نفوس?=( P)د نفوس زیاتوالی فیصدي %2 ده یا 2/100= 0.02 اینده...

په سوداګرۍ د ارزي شتمنيو د کنګل کیدو اغیزې

په سوداګرۍ د ارزي شتمنيو د کنګل کیدو اغیزې  سوداګري او راکړه ورکړه د یوه هیواد د اقتصادي څرخ تاویدو لپاره د یوه لازمي فکټور په توګه منل کیږي افغانستان چې د سوداګرۍ په برخه کې یې تل ستونزې لیدلي دي او له سمندر سره د لارې نه لرلو له امله تل په فشار کې ساتل شوی دی د ارزي شتمنیو د کنګل کیدو له امله په نورو ستونزو کې هم لاس و ګریوان شوی. د امریکا له لو...

Recommended Articles

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....