To start downloading books

Please sign in or create an account.

مرخېړي کومې روغتيايي ګټې لري؟

مرخېړي کومې روغتيايي ګټې لري؟

مرخیړیوته دپښتنو په بیلا بیلو سیموکې خریړي ،خامیړي ، خار میري ،خرړي ،ستوری ، دوړنګ ،ډينګرۍ، ايرړۍ،ګو بلکه ،خرمره ،مار پوچکي،خوټوری ـ خوړخوړکی ،کټوخی ـ کوړکوچک ، ځمکۍ غوښه ،پوڅکۍ ،پو چکۍ<خومبه ، خومبه ویته ،دلیوه پسکۍ ،پسکې مالګه، ګو مانډه ،د هندو ټوپۍ، شیشتري، دینگري ،خیر دیگی،دخره ډګ ،ګیدړ چتر او دکارغه خولۍ هم وایي چې په انګریزي ژبه یې مشرومMushroom بولي. همدارازمرخیړیو یا خریړو ته په فارسي ژبه کې سمارق یا سماروغ وایی ،. خو ایرانیان ورته قارچ چتري او په عربی ژبه یې عيش الغراب او المشروم بولي چې ښه او ګټور خواړه دي.

مرخیړي د غوښې پر ځای خوندور او لږ کالورۍ لرونکي خواړه دي چې کولای شي د وزن پر کمولو ښې اغېزې ولري. که په هر ځل خوړو کې د غوښې پر ځای مرخیړي وخوړل شي نو اضافي کالوري به مو له بدنه لېرې کړې وي.مرخېړي دB ويټامينو او منرالو ښه منبع ده. معمولا د سلاتې سره خام خوړل کیږي، خو ځيني خلک یې د غوښې په څير په سيخانو کې د کباب په شا نې  پخوي او خینې خلک یې په غوړیو کې دپیازواو   رومي بانجانو ( ټماټرو )سره یوځای سره کوي .مرخیړي د شکرې ناروغۍ سربیره د وينې لوړ فشار او د زړه په ناروغيو اخته کسانو لپاره مناسبه غذا ګڼل کيږي.مرخیړي په خپل جوړښت کې پروبيوتک دي. پروبيوتک هغه خوراکي توکو ته ويل کيږي چې په کولمو کې  گټور ې باکترياوې له منځه نه وړي، بلکې د هغوی په وده کې مرسته کوي.مرخیړي بي ویټا مین ، ډي ویټا مین اوسی ویټامین هم لري او ددې تر څنګ کلشیم ، مګنیشیم ، پوتاشیم اومعدني مواد هم لري .

مرخیړي ترلسوزروپورې ډولونه لري ، خو ډیرډولونه یې بیا زهرجن  دي چې نه خوړل کیږي اوروغتیا ته زیا ن رسوي.

باید وویل شي چې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې هم اوس دمرخیړیو کرکیله زیاته شوې ده ده په تیره بیاپه هلمند ولایت کې د مرخېړیو کرکېلې ښه نتېجه ورکړې او دا د کوکنارو د کښت لپاره یو ښه بدیل دی.همداراز دافغانستان په ځینو غرنیو سیمو کې هم ډیر ښه مر خیړي پیداکیږي.

لطیف یاد

Related Articles

شېخ چلي څوک و؟

په پښتنو کې دشیخ چلي نوم ډیر مشهور دی ، خو ډیر پښتانه په د ې نه پوهیږي ي چې شیخ چلي څوک و او د کوم ځای و. همداراز په پښتنو کې د شیخ چلي کیسې او ټوکې او لطیفې هم ډیرې مشهوري دي. اوس به راشو چې شیخ چلي څوک و. دی په اصل کې هندوستانی صوفی او درویش و چې دهند د مشهور مغولی واکمن اورنګزیب (July 1658– March 1707) عالمګیر معاصر او د مغولی شهزاده داراشکوه...

ليک نښې؛ چېرې يې بايد وکاروو؟

مخکې له دې چې د ليک نښو کارولو ځايونه وپېژنو لومړی بايد وپوهېږو، چې ليک نښې څه ته وايي؟ ليک نښو د سيستم پېژند (تعريف): هغه بې غږه، منلی شوی، سمبوليک سيستم دی چې په ليک او لوست کې اسانتيا رامنځته کوي. اوس به لاندې ځينې ليک نښې او د کارونې ځايونه يې سره د بېلګو در وپېژنو. ۱ -  ټکی، نقطه يا Full stop (.) : د بشپړ درېدلو نښه ده. د خبري جملو په پای کې...

د ژوند د بریالیتوب اساسي راز مثبت فکر دی

د افغانستان د ۴۰ کالو جنګونو او ناخوالو  نه یوازې افغانان په مادي  لحاظه ځپلي بلکې په معنوي  لحاظه هم ځپلي. زموږ اکثره خلک فکر کوي، چې  انسان یوازې مادياتو ته اړتیا لري؛ خوژوند کې د مادیاتو سره څنګ کې معنویات هم ډېر مهم رول لري.  دلته  کې ډېرې مېندې او پلرونه  فکر کوي، اولادونه یې د درې وخته ډوډۍ نه پرته بل هیڅ شي ته اړتیا نه لري. همدغه وجه ده ، چ...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...