که له وینې څخه وېرېږئ، دا رواني ناروغي لرئ!
1,525
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-11-08 00:41:36
ژباړه ـ ریاض مقامزی
تاسو به په کورنۍ او ټولنه کې حتماً داسې اشخاص لیدلي وي، چې د وینې له لېدلو وېرېږي. دا ډول خلک د وینې د لیدلو پر مهال د ضعفتیا، کمزورۍ او یا هم نورو غیر عادي حالاتو احساس کوي. ممکن خلک یې ډارن، بې زړه او کمزوری وپېژني؛ خو په حقیقت کې دا کومه کمزوري نه ده، بلکې یوه رواني ناروغي ده، چې ددې لیکنې تر پایه یې په اړه لا ډېر معلومات لولئ.
هیموفوبیا (Hemophobia) څه ډول ناروغي ده؟
انسانان د خپلو ذهني ځانګړنو له امله بېلابېلې وېرې تجربه کوي، چې یو هم همدا د وینې له لیدلو ويره ده. که کوم کس نه شي کولای وینې ووینې او یا د وینې د لیدلو پر وخت د ضعفتیا، سر ګرځېدو، زړه بدوالي او د ژور غم احساس کوي دا په دې معنا ده، چې نوموړی د هیموفوبیا له رواني اختلال څخه کړېږي. يا په لنډ ډول ویلای شو، چې د وینې له لیدلو څخه وېرې ته "هیموفبیا" وايي.
علایم
د فوبیا ناروغۍ ټول ډولونه د یو ډول جسمي علایم او احساس درلودونکې وي. په دې معنا، چې د "فوبیا" په ټولو ټايپونو (Types) کې انسان د وېرې احساس لري او هڅه کوي، چې له علت (خبرو، تیاره، رڼا او ...) څخه وتښتي.
د هیموفوبیا په برخه کې د یادولو وړ ده، چې ممکن ځينې ناروغان آن په غیر حقیقي بڼه (ټلویزیون) د وینې له لیدلو هم ووېرېږي او غیر عادي حالات تجربه کړي. په هر حال؛ روغتیاپالان د هیموفوبیا (له وینې څخه وېره) لاندې علایم بیانوي.
- په تنفس کې ستونزه
- د زړه د ضربان تېزوالی
- د سینې په قفس کې د درد احساس
- د لاسونو او یا وجود لړزه
- د زړه بدوالی
- ضعفتیا
- خولې کېدل او ...
احساست
- د وحشت او وېرې احساس
- د وینې له ځای څخه د تېښتې شدید احساس
- ګنګسیت
- داسې احساس، چي فکر کوي پخپل ځان کنټرول نه لري
- د ضعف کېدو احساس
- اظطراب درلودل
څه وکړو؟
که تاسو یا کوم بل ملګری مو پورته ذکر شوي علایم لرئ؛ نو تر هر څه لومړی باید روغتياپال ته مراجعه وکړئ، ترڅو ستونزه مو تشخیص کړي. البته هېڅکله مه وېرېږئ او مه هم خفه کېږئ. ځکه چې دا ناروغي د درملنې وړ ده. روغتیاپالان د ناروغۍ له تشخیص وروسته ځينې ځانګړي لارښوونې درته لري او کېدای شي ځینې درمل هم درکړي. د همدې نسخې په تطبیق سره کولای شئ عادي حالت ته وګرځئ.
مه هېروئ!
که ستونزه مو ډېره جدي نه وي او ستاسو ورځنۍ چارې نه ټکنۍ کوي؛ نو ډاکټر ته د ورتګ ډېر حاجت به نه وي. دا ځکه چې کېدای شي د وخت په تېرېدو پخپله هم له یادې ناروغۍ روغ شئ او له وینې څخه د وېرې احساس مو له منځه لاړ شي.