د اسلامي نړۍ لوړپوړی فلسفې عارف او عالم ابوبکر محمد ابن عربي چې په شېخ الاکبر او محی الدين هم مشهور دی، په لوېديخ کې د ابن افلاطون په نامه پېژندل کېږي. ابن عربي په کال  ۵۶۰ قمری کې د اوسنۍ اسپانيا په مورسيا کې د مخور صوفي او عالم علي بن محمد په کور کې زيږيدلی چې د نسب لړۍ يې حاتم طا يې ته رسېږي.

ابن عربي د  وحدت الوجود د ښوونځي بنسټ اېښودونکی دی. وروستني ستر متصوفين لکه حافظ، عراقي او نور د ابن عربي د ښوونځي لارويان وو.  او سنی تصوف د ابن عربي د هڅوپايله ده. د تصوف په اړه تر ټولو ستر دايرالمعارف د ابن عربي کتاب  ((فتوحات مکيه ))دي. دا کتاب  ((۴۰۰۰)) پاڼې لري او په ( ۵۶۰  )څپرکيو وېشل شوی دی. دا کتاب د تصوف په علم کې لوړ ځای لري. ابن عربي شاعر هم و. د ده د عارفانه نظمونو ټولګه ( ترحمان الشواق) په نامه خپره شوې ده چې نامتو انګريز ختيزپوه نکلسن په انګري ته ژباړلې ده.(۱۳: ۳۷).

د ابن عربي پلار د اندلس د حاکم ابو يعقوب يو سف سره ښې دوستانه اړيکې درلودې او په اشبيليه کې يې دولتي ماموريت درلود. په دې ډول ابن عربي خپلې لومړنۍ دودېزې زده کړې د تکړه او نوماندو استادانو په مرسته تر سره کړې. ابن عربي د ښه استعداد او ډېرو  زده کړو په مرسته په ځوانۍ کې ښه وځليد او خورا شهرت يې ترلاسه کړ. د پوهې او مالوماتو لمن يې ډېره پراخه شوه. ويل کېږي چې نوموړي به د علم په هره لړۍ او کړۍ کې له خپلو ښوونکو څخه ډېر ژر مخکې شو.

ابن عربي په ځوانۍ کې له پوهې او سلوک  سره مينه درلوده، په  ۲۱ کلنۍ کې (  ۵۸۰ س ) يې د طريقت نړۍ ته ګام کېښود. په دې ډګر کې لومړی کس چې ورسره مخامخ شو ابو جعفر احمد عريني و. ابن شېخ الشيوخ شعيب ابن حسن اندلسي ته چې په ابو مدين مشهور دی ډېره عقيده او درناوی درلود.(۱۳: ۳۸).

ابن عربي په ډېر لږ وخت کې د شهرت آسمان ته وخوت، د وخت نامتو او وتلي عالمان د نوموړي کتو ته وهڅيدل ابن عربي تصوف ته يو نوی فلسفې او نظري خوند او رنګ ورکړ. د نوموړي د عرفان بنسټ مينه او وحدت جوړوي. يانې حقيقت او هستي د خدای پاک ذات دی او د هغه نه پرته بل هېڅ حقيقت وجود نه لري ((ليس فی الدار غير ديار )). د نوموړي د فلسفې تصوف اغېزې په ابو سعيد ابوالخير، منصور حلاج او داسې نورو متصوفينو کې ليدل کېږي؛ خو د هغوې وحدت شهودي و نه وجودي، د وحدت شهودي د عارف د لارې پای هغه کيف دی چې له حقيقت نه پرته بل څه نه ويني چې هغه يوازې د خدای پاک ذات دی او د وحدت وجودي د عارف عقېده دا ده چې پرته د خدای د ذات نه بل هېڅ ذات او وجود د سره نشته ( لا موجود الله).

ابن عربي له وتلي او مشهور فيلسوف ابن رشد سره ليدلي دي، په عرفان کې يې د هغه د فلسفې نظر ستونزې ورته بيان کړې  دي چې د ابن رشد د ستاينې وړ وکرځېدې. په دې سربېره نوموړي له شېخ اشراق شهاب الدين سهروردي سره هم ليدلي ،.

ابن عربي ځينو افريقايې او آسيا يې هيوادونو لکه مراکش، تونس، مصر، بيت المقدس او عراق ته تللی، د مکې زيارت يې کړی اوڅه موده په دمشق او قونيه کې هم پاتې شوی دی.

د خپلو همدې سفرونو په لړ کې نوموړي له سترو متصوفينو، متکلېمېنو، متوکلېنو، فيلسوفانو او پوهانو سره وليدل، په خوب کې د خاتم الانبياء حضرت محمد (ص)  سره  د ملاقات وياړ ورپه برخه شو، خاتم محمدي ور وپېژندل شو، د دې تر څنګ د حضرت (ع) د مبارکي خرقې د اغوستلو فيض او وياړ يې هم ترلاسه کړ.(۱۳: ۳۹ ).

ابن عربي په کال  (۶۰۱ س) کې د قونيې د واکمن غوث الدين په بلنه قونيې ته ولاړ، حاکم د هغه ډېر قدردانی او درناوی وکړ او يوه ښکلې ماڼۍ يې د استوګنې له پاره ورکړه. کله چې يو فقېر ابن عربي ته ورغی او خير يې ځينې وغوښت؛ نو نوموړې ورته وويل چې نور څه خو نه لرم دا کور دې  په واک کې دی، دا ستا شو او دا کور يې سوالګر ته وبښه.

کله چې د قونيې حاکم غوث الدين انطاکيه محاصره کړه، ابن عربي خوب وليد چې ګواکې حاکم په دښمن بريالی کېږي: نو سم د لاسه يې د زيري په ډول يوليک ور واستاوه چې يو څو شعرونه هم پکې ليکل شوي و. په رښتيا چې وروسته حاکم ته برۍ ورپه برخه شو.

بيا ابن عربي د دمشق په لور وخوځيد چې د ژوند تر پايه هلته پاتې شو. دا هغه خای و چې نوموړي د خپل ژوند مهم پړاوونه  و وهل او لوړو مدار جو ته ورسېد. د خپل کتاب (( فتوحات))دويم ټوک يې هلته بشپړ کړ. ويل کېږي چې نوموړي به د خپل تاب پاڼې د خدای د کور په بام خورولې چې بارانونه يې ناسم ټکي له منځه يوسي؛ خو  يوکال وروسته ښکاره شوه چې هېڅ زيان يې نه و ليدلی. نوموړي خپل بل ارزښتناک کتاب ((فصوص الحکم)) په دمشق کې ليکلی دی. ابن عربي د فلسفې او تصوف عقايدو په لرلو د ځينېوديني پوهانو او عالمانو له خوا په کفر تورن شوی دی.

ابن عربي په حکمت، پوهه او فلسفه کې ډېر ارزښتناک اثار ليکلي دي، دا چې د نوموړي ليکنې ‌ډېرې فلسفې او د خورا تعمق  او تبحر نه ډکې دي ؛نو په اسانه سر برې نه  خلاصېږي د نوموړي ځينې آثار دا دي:

((مواقع النجوم، روح القدس، فتوحات مکيه، مقام القربة، الفهوانية ومنزل المنازل، فصوص الحکم، ترجمان الاشواق، رسالة الانوارفيما يمنح صاحب الخلوة من الاسرا، کتاب انشاء الدواير، کتاب التدبيرات الالهيه في اصلاالمملکه الانسانيه، کتاب مواقع النجوم و مطالع اهله الاسرار و العلوم، لا يعول عليه، د ابن عربي ديوان او داسي نور.....

ابن عربي په کال  ۶۳۸ س کې په دمشق کې د خپل ژوند په (۷۵)  کلنۍکې له نړۍ سره مخه ښه و کړه او د رښتيني نړۍ په لور و کوچېد. د ابن عربي آرام ځای په دمشق کې دی.

نه مـــــــــنم ! مـــــرګ انجام د هستۍ نه دی

خلاصيدل شراب په جام کې اختتام د مستۍ نه دی(۱۳: ۴۱ ).

جانس خان زړن