کاربن مونو اکسایډ تسمم:
کاربن مونو اکسایډ ګاز یو بی رنګه، بې بویه، بې خونده ګاز دی چی په موجودیت یې څوک په اسانۍ نه پوهیږی ترهغې چې تسمم یې نه وي رامنځ ته کړي، د کاربن مونو اکسایډ تسمم اکثره د سون موادو د سوزیدلو څخه منځ ته راځی لکه: لرګي، پټرول، ګازی بخاري، اوتو او داسی نور. کله چی دغه کاز خپور شی انسانان او حیوانات په تسمم اخته کوی په اوسنۍ وخت يعنی ژمي کي د کوټي ګرمیدو لپاره ګازي بخاري استعمالوو کوم چي کاربن مونو کسايډ په زیاته اندازه تری رامنځ ته کیږی د کوټو په داخل کې بند پاتی کیږی کله چې ویده شوو اکثره نو نه پوهیږو چې تسمم شوی یو او خپل ژوند دلاسه ورکوو.
ګاز څنګه د انسان د مرګ سبب کیږی؟
لومړی دا چې د ګاز د سوځېدو لپاره اکسیجن ته ضرورت دی او کله چې دوامداره په خونې کې ګاز لګېږي نو په خونې کې دننه اکسیجن سوځوي او په پای کې داسې حالت رامنځ ته کېږي چې په خونه کې هیڅ اکسیجن موجود نوي، چې دا حالت خپله یو وژونکی حالت د ، څکه د انسان د بدن حجراتو ته اکسجن نه رسیږی. دوهمه بڼه یې داده چې د اکسیجن په ختمېدو سره د ګاز اور مړ کېږي او خام ګاز مستقیماً د خونې فضا ته راوځي او ګاز خپله سمي مواد دي او انسان په اسانی سره وژلی شي. نو کله چې ګاز نه ګټه پورته کوئ څو ځله کړکۍ یا دروازه پرانیزئ چې خونې ته اکسیجن را داخل شي او بل دا چې پام مو وي له ویده کېدو مخکې ګاز مړ کړئ ځکه چې تاسو ویده یاست نو کاربن مونو اکساید مو نیولی شي چې یو وژونکی ګاز دی، ځکه اکسیجن ختمېږ پدی سره ویده سړی په ډېرې آسانۍ سره وژلی شي او یا دا چې د اکسیجن د نه شتون له وجې او یا هم د ګاز د کښته کیفیت یا د بخارۍ د خرابۍ له وجې ګاز مړ کیږی چی دا حالتونه د انسانانو د مړینی سبب کیږی.
څه وخت پوهیږو چی په تسمم اخته شوی یو؟
که چیری ویده نه وو لاندی اعراض را ته پیښ شول نو پوهیږو چې تسمم شوی یو:
۱- سردردی
۲ –ګنسیت
۳ – د زړه بدوالی او کانګی
۴-سرچرخي
۵-ساه لنډه لنډه کیدل
د تسمم په حالت کی څه باید وکړو؟
سمدستی باید د کوټی یا بل کوم ځای چې موږ ته پکې تسمم پیدا شوی دی لرې شو او ازادی هوا ته ولاړ شوو که ډیر تسمم شوی وو مطلب پورتنی اعراض زیات وو یا کوم ملګری مو بی هوشه وو سمدستی یې روغتون ته ورسوو .
څنګه ځان ځینی ساتلای شوو؟
- ګازی بخاری کله چې ویده کیږو هرو مرو بند کړو
- د ګازی بخاری استعمال څخه وروسته یو ځل د کوټی کړکي او دروازه تر ۵-۱۰ دقیقو پوری خلاص کړو
- په ډیر بنده فضا کې چې د باندنې هوا سره ارتباط ونلری استعمال نکړو.
ډاکټر عبدالله ښـــاد