ایا پوهېږﺉ سرکه د کومو شیانو د خرابېدو لامل کېږي؟
1,035
imranghani
2022-02-24 18:00:22
لیکنه: شکېبا نادري
ایا پوهېږئ سرکه د کومو شیانو د خرابېدو لامل کېږي؟
هر څوک غواړي چې پاک او ښکلی کور ولري، د خپل کور د پاکولو لپاره له بېلابېلو موادو څخه کار اخلي چې یو له دغو موادو څخه سرکه ده.
طبیعي او ارزانه سرکه د کور د وسایلو د پاکولو لپاره تر ټولو غوره او اسانه لار ده.
سرکه یوه پیاوړې پاکوونکې ماده ده چې کولای شي د کور د وسایلو غوړوالی، توروالی او ان د ځینو باکټریاوو د له منځه وړلو لامل شي، خو په سرکې سره د ځینو وسایلو پاکول ناسم دي، ځکه د وسایلو د خرابوالي لامل کېږي.
چې موږ په نننۍ لیکنه کې ورباندې خبرې کړې دي.
سرکه ډېر ډولونه لري، خو هغه سرکه چې د وسایلو د پاکولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي کمې دي.
د وسایلو د پاکولو لپاره تر ټولو مناسبه سرکه سپینه سرکه ده.
کله چې سپینه سرکه د لږ اوبو سره یو ځای کړئ، د وسایلو د پاکولو لپاره تر ټولو ښه لار ده.
۱: هېڅکله د جامو د مینځلو له مایع سره سرکه مه ګډوئ!
ځینې کسان د دې لپاره چې جامې یې ښې پاکې شي د جامو مینځلو له مایع سره سرکه ګډوي، دا کړنه د کلر ګاز د تولید لامل کېږي، چې د تنفسي ستونزو، ټوخی، د سترګو، پوزې او خولې د سوځېدلو لامل کېږي.
۲: هېڅکله د ډبرینو وسایلو د پاکولو لپاره له سرکې څخه ګټه مه اخلئ!
هېڅکله د ډبرینو وسایلو لپاره له سرکې څخه کار مه اخلئ لکه ګرانیټ، ځکه د وخت په تېرېدلو سره په سرکه کې شته اسید د ډبرینو وسایلو د خرابېدلو لامل کېږي.
۳: د چاړه او چاقو د پاکولو لپاره
هېڅکله د اوسپنیز وسایلو د پاکولو لپاره له سرکې څخه ګټه مه اخلئ، ځکه په سرکه کې شته اسید د اوسپنې د ژورېدلو، زنګ وهلو او ان د له منځه تلو لامل کېږي.
د دې پر ځای د لوښو مینځلو له مایع څخه د خپل پخلي د چاړه مینځلو او پاکولو لپاره ګټه واخلئ..
۴: د هغو وسایلو لپاره چې له لرګیو څخه جوړ دي
سرکه د وخت په تېرېدلو سره د لرګیو د وسایلو د خرابوالي او د له منځه تلو لامل کېږي.
۵. د جامو په ماشین کې د سرکې اچول
سرکه د جامو د ماشین لپاره یوه خطرناکه ماده ده، د وخت په تېرېدو سره په سرکه کې شته اسید د دې لامل کېږي چې د جامو د ماشین پېچونه زنګ ووهي او د پلاستیکي برخو د له منځه تللو لامل شي.
۶. د الکټرونیکي وسایلو پاکول
سرکه د ښیښو د پاکولو لپاره تر ټولو ښه پاکوونکې ده، خو هغه ښیښې چې د ځېرکو موبایلونو، کمپیوټرونو او ټلوېزیونونو په جوړولو چې ترې ګټه اخیستل شوې ده خرابوي، سرکه د لمر پر وړاندې د یادو وسایلو د ښیښو مقاومت له منځه وړي او د خرابېدو لامل یې کېږي.
نو ښه ده چې د سرکې څخه د ګټې اخیستلو پر مهال پام وکړو.