کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟ »»»»»»»»»»»»»»»»»»»» داسې ډېر کتابونه مې لوستلي چې اوس پرې پښېمانه یم. هر کتاب په لوستلو نه ارزي. دلته د کتاب د ورځې په بهانه له دوستانو سره خپله تجربه شریکوم. ممکن د کتاب په انتخاب او لوستلو کې ورسره مرسته وکړي. ۱ – انټرنېټ، سوشیل مېډیا، ټلوېزیون او په ټوله کې کاري بوختیا ددې سبب شوې چې کتاب لوستنه محدوده شي. د هر کتاب د لوستلو پر ځای هڅه وکړئ چې د خپل مسلک اړوند یا هغې موضوع په اړه چې تاسې ورسره علاقه لرئ او په علم کې مو زیاتوالی راولي، کتاب وټاکئ. ددې پر ځای چې د هر څه په اړه لږ لږ معلومات ولرئ، د یو څه په اړه ډېر معلومات پیدا کړئ. دا به مو په خپله برخه کې مسلکیتوب ته لار هواره کړي. ۲- یا په خپل ذهن کې کتابونه په دوو ډولونو وویشئ. یو هغه کتابونه چې د مسلکي پرمختګ په موخه مجبور یاست چې ویې لولئ او دویم هغه چې د ذوق او خوند لپاره یې لولئ. تل اول ډول ته لومړیتوب ورکړئ. ۳ – فکر وکړئ چې په کتابپلورنځي کې یاست. وړاندې له دې چې کتاب اخلئ دې ټکو ته جدي پاملرنه وکړئ. د کتاب نوم، لیکوال، چاپ کال، او چاپځای یې وګورئ. وروسته یې عنوانونه وګورئ او د کتاب له نوم سره یې پرتله کړئ. که لیکوال مو پېژندلو ښه خبره ده خو که نه مو پېژندلو نو یو ځل یې بیوګرافۍ ته سر ور ښکاره کړئ. د لیکوال مسلک د کتاب له محتوا سره پرتله کړئ. که په خپل مسلک کې یې لیکلی و، ښه خبره ده خو که مثلاً انجینیر وي او د اقتصاد په اړه یې کتاب لیکلی وي، مه یې اخلئ. لږ نور زحمت هم وباسئ او په ولاړه د کتاب مقدمه ولولئ. دا به درسره مرسته وکړي چې په لوستلو یا پېرودلو ارزيکنه؟ ۴ – تر څو مو چې د یو کتاب لوستل پای ته نه وي رسولي، بل مه پیلوئ. پر یو وخت د څو کتابونو پیلول له یوې خوا مو تمرکز له منځه وړي او له بلې خوا مو زړه وهي. یو هم پای ته نشئ رسولای. که بیا هم دا کار کوئ نو لږ تر لږه دوه کتابونه په یو مکان کې مه لولئ. مثلاً یو په کور کې پیل کړئ، بل په دفتر کې. ۵ – حتماً له ځانه سره قلم ولرئ. د کتاب په حاشیه کې کوچني یادښتونه واخلئ. یا له هغو جملو یا پراګرافونو څخه چې تاسې ته مهم دي، خط کش کړئ یا حلقه تاوه کړئ. دا مو عادت وګرځوئ. دا به مو د کتاب موضوعات په ذهن کې تلپاتې کړي. ۶ – له درسي کتابونو پرته د نورو کتابونو د لوستلو لپاره مشخص وخت مه ټاکئ. که چېرې کتاب لوستنې ته د دندې په سترګه وګورئ، زړه مو ترې تورېږي. مثلاً مبایل او ټېلوېزیون له وخته سپما وکړئ او هماغه وخت کتاب ولولئ. له خوب وړاندې په بستره کې کتاب مه لولئ. ځکه دا به لکه د خوب ګولۍ داسې تاثیر وکړي. د کتاب لوستلو ښه وخت سهار لمانځه مهال دی.
Related Articles
د کبانو حيرانوونکي روغتيايي ګټې!
ژباړه ـ ریاض مقامزی بشر د خپل ژوند د دوام لپاره اړ دی، چې خواړه وخوري. په دې برخه کې خلک بېلابېل غذايي رژيمونه لري. ځينې خلک ډېر انرژي لرونکي خواړه خوري او ځينې نور بیا کم کالوري درلودونکي خواړه خوري. په خوړو کې د کبانو غوښه هم د ځانګړي اهيمت درلودو...
د 2030 کال لپاره 17 دوامداره پرمختیا اهداف (SDGs)
د 2030 کال لپاره 17 دوامداره پرمختیا اهداف (SDGs) عمران اختر د 2030 کال لپاره 17 دوامداره پرمختیا اهداف (SDGs) د نړیوالو اهدافو یوه مجموعه ده چې د ملګرو ملتونو لخوا رامینځته شوي ترڅو د نړۍ ترټولو مهمې ټولنیزې، اقتصادي او چاپیریالي ننګونې حل کړي. د...
پاسترناک؛ نوبل ګټونکی لیکوال!
لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ په ادبیاتو کې نوم موندل ډېر ګران کار وي؛ یوازې خلاق او پياوړي لیکوال دا مقام ترلاسه کولی شي، چې په دې ډله کې پاسترناک هم وی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ. پاسترناک د روسیې ددې نوموتي لیکوال ب...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...