To start downloading books

Please sign in or create an account.

د غوږ درد؛ نښې او لاملونه یې څه دي؟

د غوږ درد؛ نښې او لاملونه یې څه دي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د غوږ درد لاملونه او علایم در په ګوته کړو. ددې لیکنې تر پایه به ددې ناروغۍ په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ. 

د غوږ درد

که څه هم د غوږ درد معمولا په ماشومانو کې ډېر وي، خو ځينې وخت مشران هم له دې ستونزې کړېږي. دغه درد کېدای شي په یوه او یا هم دواړو غوږونو کې پيدا شي، خو باید یادونه وکړم، چې دغه درد اکثراً په یوه غوږ کې محسوسېږي. د غوږ درد کېدای شي دوامدرا وي او یا هم ځينې وخت پيدا او ځينې وختونه ورک شي. غوږ کېدای شي بد بویه او ګرم هم شي. همدارنګه ددې ستونزې پرمهال ځينې خلک د اورېدو په برخه کې هم له ستونزې سره مخ کېږي.

که ماشومان مو خپل غوږونه مروړي او یا هم غوږ ته یې د لاس ور وړلو پر مهال ژاړي پوه شئ، چې د غوږ درد لري، نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

 

د غوږ درد علایم

د غوږ درد علایم په مشرانو او کشرانو کې لږ څه توپير لري.

لومړی ـ په لویانو کې د غوږ درد علایم

ـ په غوږ/غوږونه کې د درد احساس

ـ په اورېدلو کې ستونزه

ـ د له غوږونو د مایعاتو ترشح

 

دویم ـ په ماشومانو کې د غوږ درد علایم

کېدای شي ماشومان پر پورته علایمو سربېره ځينې نور هم تجربه کړي.

ـ د غوږ درد

ـ کمزورې اورېدنه

ـ غږونو ته د عکس العمل په ښودلو کې ستونزه

ـ تبه

ـ د غوږونو د ډک والي احساس

ـ په خوب کې ګډوډي

ـ د غوږ کش کول او مروړل

ـ ژړا

ـ سر درد

ـ د اشتها کمښت

ـ د تعادل له لاسه ورکول

 

د غوږ درد لاملونه

ـ په فشار کې تغیر، لکه په الوتکه کې سفر کول

ـ په غوږ کې د مادو ټولېدنه

ـ په غوږ کې د کوم بل څيز پرېوتل

ـ د ستونې درد، چې میکروب یې ډېر وي

ـ په غوږ کې د صابون او یا د شامپو اوبه ایسارېدل

ـ په غوږ کې د ډکو وهل او ځينې نور لاملونه ددې سبب کېږي، چې ستاسو غوږ دردمن کړي.

که تاسو هم د غوږ درد لرئ، هڅه وکړئ ژر تر ژره ډاکټر ته لاړ شئ، ځکه چې د غوږ درد په عادي ګڼلو سره ستاسو ستونزه ډېره ستره کېدای شي.

Related Articles

د کونړ غلام محمد څوک و!؟

غلام محمد ساپی د کونړ ولايت د نرنګ د ولسوالۍ د عبدالحکيم اخونزاده «ساپي» زوی و. نوموړی د ۱۲۹۸ ـ ۱۳۰۰ ل.ل. کلونو په شاوخوا کې د کونړ په نرنګ کې زېږېد لی و . لومړنۍ زدکړې يې په خپل کور کلي او چم ګاونډ کې له خپلو مشرانو او د سيمې له ملايانو او پوهانو نه ترلاسه کړې؛ وروسته د کابل د خواجه عبدالله انصاري د لېسې دولسم ټولګی پای ته ورساوه او د فراغت سند يې...

ولې پر اپينو يا ترياکو روږدي کېږو؟

دا ځکه چې مورفین تریاک او مخدره مواد عصبي ریسپټورونه لري. مونږ ورته اخذه یا آنټن وایو نو ځکه دستي په نیم ساعت کې اغیزه کوي. اوپیوییډ په درېيو برخو ویشل شوي درمل دي. یو چې خالص د بوټو څخه جوړ شوي وي، لکه: مورفین او کوډیین.  دوهم نیمه عضوي یعنې چې طبیعی مالیکیول په لابراتوار کې لږ بدل شوي وي. لکه: هیرویین یا اوکسې توسین، او درېیم کاملاً غیر طبیعي، چې...

زکام د مخنیوی لپاره ۵ اسانه لاری

د زکام د مخنیوی لپاره ۵ اسانه لاری! د زکام عام اعراض تبه، د سر درد، وچ ټوخۍ، د عضلاتو درد،  بندو درد، د ستونې درد او د پزې څخه د افرازاتو بهیدل دی، هر کال په میلینونو انسانان په زکام اخته کیږی چی د یوی هفتی په جریان کی دوباره جوړیږی مګر د یوشمیر خلکو د مرګ سبب هم کیږی. هغه ۵ لاری چی د زکام په مخنیوی کی مهم رول لری: #واکسینهرکال د زکام ضد واکسین...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...